د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان خلک د ډاډ وي، چې د خوښۍ خبرونه دوی ته او ټکان ورکوونکي خبرونه یې دښمن ته په لاره دي.
د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د مرغومي ۶ مه د شپږ نیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د شبږنیمو غونډې به تر پخوا په پیاوړې او ښه توګه مخ ته ځي خو یوازې د پرېکړو او تصمیمونو جزیات به نه په ډاګه کېږي.
دی وايي، که څوک غواړي، چې د دغه غونډو د اجندا او بحثونو په ټاکلو کې ګډون وکړي، نو خپل نظریات دې ورکړي، تر څو غور پرې وشي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې«دا جګړه د افغانستان د ملت د معنوي او مادي ټولو ارزښتونو او لاس ته راوړڼو پر ضد په لار اچول شوې، افغان ځواکونه په لومړۍ کرښه کې دي، خو ستاسو د فرد فرد نرمه برخه اخیستنه د وضعیت په بدلون کې مرسته کولی شي، د خپلو څېړنو معلومات به ژر له ملت سره شریک کړو، تر اوسه مکمل شوي نه دي، ډاډه اوسی، چې د ملت لپاره ښه خبرونه او د دښمن لپاره ټکان ورکوونکي خبرونه پر لار دي.»
صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې پنشنبې په ورځ یې ویلي، چې له دې وروسته به د شپږنیمو د غونډو معلومات او پرېکړې له خلکو سره نه شریکوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/21440
TAGS: